شرعياتو پوهنځي د ممتازو محصلینو ستاينغونډه وشوه
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي ممتازو محصلینو د ستاينې په پار غونډه جوړه شوه.
ياده غونډه چې د شرعياتو پوهنځي په نوښت جوړه شوې وه په کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د شرعياتو پوهنځي رييس پوهندوی خان محمد خدرخېل، د ياد پوهنځي استادانو او محصلينو برخه لرله، چې د ويناوالو تر خبرو وروسته ممتازو محصلينو ته په ستاينليکونو ورکولو او دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېده.