له زراعت پوهنځي ۱۱۶ تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۹:۴۰
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي د لېسانس په کچه تر لوړو زده کړو وروسته ۱۱۶ تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې کړل.

۱۴ مه، جمادی الاول، ۱۴۴۵ هـ . ق

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې چې د پوهنتون په تالار کې رابلل شوې وه، د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب، د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د پوهنځيو رييسانو، کونړ د ځېنيو ولايتي ادارو مسؤلينو او مېلمنو، د پوهنتون استادانو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو برخه لرله.

پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د زراعت پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله.

ورپسې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپلو خبرو کې د زراعت پوهنځي له لاسته راوړنو او څېړنيزو پروژو د يادونې ترڅنگ؛ فارغانو او د هغوی کورنيو ته مبارکي ورکړه.

نوموړي هېوالوالو ته ډاډ ورکړ، چې ياد فارغېدونکي مسلکي کادرونه په اسلامي روحيه او د اوسني عصر له غوښتنو سره سم په ډېر حياتي او مهم سکتور(کرنې سکتور) کې روزل شوي دي.

په غونډه کې د فارغانو په استازۍ نسيم الله احساس او فارغېدونکو محصلينو د کورنيو په استازيتوب مولوي حضرت گل مسکين هم ويناوې وکړې.

ياده غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس د کرنې پوهنځي له استادانو سره مشورتي ناسته وکړه

پيل کې د کرنې پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي د خپلو فعاليتونو په اړه د معلوماتو شريکولو سربېره؛ شته ستونزې د پوهنتون مشرتابه ته وړاندې کړې.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د ياد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۸:۳۰
Background image

ملي کنفرانس ته د چمتوالي په پار مقدماتي مشورتي ناسته وشوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې؛ په اکاډميکو بنسټونو کې د څېړنې د پياوړتيا ميکانيزمونو تر سرليک لاندې دايرېدونکي ملي کنفرانس لپاره مقدماتي مشورتي ناسته وشوه، چې په کې د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۲:۸
Background image

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس له شرعياتو پوهنځي څخه ليدنه وکړه

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د پوهنځيو د ستونزو اورېدو او حل په موخه له شرعياتو پوهنځي څخه ليدنه وکړه.

د پوهنتون رييس د ياد پوهنځي استادانو ته په خطاب کې وويل چې د دې اُمت سالمه. . .

BACK TO NEWS