له شرعياتو پوهنځي ۱۴۴ تنه محصلين فارغ شول
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له شرعياتو پوهنځي څخه ۱۴۴ تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، کونړ د ځېنيو ولايتي ادارو مسؤلينو او مېلمنو، د ياد پوهنتون استادانو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو گډون کړی ؤ.
غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو پر تلاوت پیل شوه او ورپسې د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي عبدالمنان عارف پرانیستونکې وینا وکړه او فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله.
غونډې ته د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپله وینا کې فارغېدونکي محصلين مخاطب کړل، چې اوس تاسو د مسؤليتونو پړاو ته داخل شوئ، نو ټولنې ته د خدمت په برخه کې خپل مسؤليت په پوره ايماندارۍ او صداقت سره ادا کړئ.
نوموړي د پوهنتونونو په چوکاټ کې شرعياتو پوهنځی يوه لويه ديني مدرسه وبلله او د محصلينو کورنيو ته یې ډاډ ورکړ، چې اولادونه يې په اسلامي روحيه روزل شوي دي.
غونډې ته د کونړ ولايت د محاکمو رييس مولوي عزيزالرحمن ياسر، د والدينو په استازۍ مولوي محمدنسيم او د فارغېدونکو محصلينو په نماينده ګۍ قاري احمدشاه هم ويناوې وکړې.
پای کې فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته غونډه د شرعياتو پوهنځي د استاد پوهندوی عطاءالله حسامي پر لنډې وينا او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.