له ښوونې او روزنې پوهنځي ۲۱۲ تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۳:۱۸
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اتو بېلابېلو ديپارتمنتونو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په دولسمه دوره کې(۲۱۲) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې مناسبت د پوهنتون تالار کې په جوړې شوې لويې پرتمنې غونډه کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، کونړ ولايت د ځېنيو ادارو مشرانو او مېلمنو، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو گډون کړی ؤ.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو پر تلاوت پیل شوه او ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځي مرستيال پوهندوی عبدالعظيم صديقمل د ښه راغلاست ترڅنگ؛ فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله.

غونډې ته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن وويل، چې د دې گڼو محصلينو فراغت موږ ته د هېواد د ابادۍ پيغام راکوي نو په کار ده چې دوی خپله حاصله کړې پوهه په پوره ایماندارۍ تر نورو ورسوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د نظام او په ځانگړي ډول د لوړو زده‌کړو وزارت له وروستيو لاسته‌راوړنو يادونه وکړه چې له امله يې په تحصيلي ډگر کې د تېر پرتله د پام‌وړ ښه‌والی راغلی دی.

غونډې ته د کونړ ولايت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رييس مفتي محمد ياسين حق‌پرست، فارغېدونکو محصلينو د کورنيو په استازۍ حاجي محمودشاه او د محصلينو په استازيتوب ذبيح الله حيدري هم ويناوې وکړې. پای کې غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS