له کمپیوټرساينس پوهنځي څخه فارغ ۶۸ تنه مسلکي کادرونه د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۴:۱۲
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپیوټرساينس پوهنځي له دوو ديپارتمنتونو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي زده‌کړو وروسته په لسمه دوره کې(۶۸) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې چې د پوهنتون په تالار کې رابلل شوې وه، د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، کونړ ولایت د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي، د ځېنيو ولايتي ادرو مسؤلينو، د پوهنځيو رييسانو، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او د دوی د کورنیو غړو برخه لرله.

پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د کمپیوټرساينس پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ فارغېدونکي محصلين د دې جوگه وبلل، چې د عصري ټکنالوژۍ په برخه کې به د هېوادوالو اړتياوې پوره کړي. نوموړي همداراز د پوهنځي له پرمختگونو، لاسته‌راوړنو او پلانونو يادونه وکړه.

غوندې ته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله او هغوی يې مخاطب کړل چې تاسو اوس د مسؤليتونو ډگر ته داخل شوئ نو هره شېبه؛ د وطن د ابادۍ لپاره کار وکړئ. نوموړي فارغېدونکو محصلينو ته د توصيو په لړ کې د لا نورو لوړو زده‌کړو سپارښتنه وکړه.

کونړ ولایت د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي په خپلو خبرو کې وويل چې د کمال په درجه سمبال مسلکي کادرونو ته زموږ ټولنه او نظام اشد ضرورت لري نو ځانونه په پوره همت سره د کمال درجې ته ورسوئ او په ښه نيت سره د خپل ولس خدمت وکړئ.

غونډې ته د کونړ ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رييس مولوي عبدالولي مارشال، د فارغېدونکو محصلينو کورنيو په استازۍ محمد اسحاق جمال او د محصلينو په نماينده‌گۍ محمد يونس عزيزي هم ويناوې وکړې. پای کې غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS