لیدلوری، مأموریت او موخې

د پوهنځي ليدلوری

اقتصاد پوهنځي اساسي پام هېواد لپاره په مالي، اداري، بازارموندنې، حسابدارۍ، بانکدارۍ، تشبثاتو مديريت، نړيوال اقتصاد، منطقوي اقتصاد، اقتصادي پرمختيا، ملي اقتصاد، پلان او پاليسۍ جوړونې په  برخه  کې  د مسلکي او فني  اشخاصو پر روزنه ورټول دی، ترڅو هېواد مو د علمي کادرونو له پلوه په يادو برخو کې په ځان بسيا شي.

 

د پوهنځي ماموريت

د اقتصاد پوهنځی ټولنې ته د اقتصادي پرمختيا، نړيوال اقتصاد، پاليسۍ، پلان، مديريت، بازارموندنې، حسابي او مالي  چارو کې د نوې تکنالوژۍ، ملي احساس، وړتيا، د ټولنې او بازار غوښتنې ته په کتو سره  علمي، وړ او پوهه  شخصيتونه  وړاندې  کوي تر څو په  تحليلي، انتقادي او ابتکاري  مسايلو کې مؤثر واقع  شي.

 

د پوهنځي موخې

۱. د اقتصاد او مديريت په برخو کې د باکيفيته لوړو زدکړو برابرول

۲. د علمي کادرونو او اداري کارکوونکو د ظرفيت لوړول

۳. د اقتصاد او مديريت په برخو کې د علمي څېړنو پياوړتيا او ترويج

۴. د داخلي او بهرنيو اکاډميکو بنسټونو او د کار د بازار سره د پيوستون(تواميت) لرل او د هغې پياوړتيا

۵. د اقتصاد او مديريت په برخه کې د غونډو ،علمي سيمينارونو او کنفرانسونو وړاندې کول

۶. د پوهنځي په ټولو برخو کې ريفورم او اداري اصلاحات

۷ـ داخلي او نړيوال اعتبار تر لاسه کول

۸ ـ د مالي، فزيکي او بشري بنسټونو پرمختيا