محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت ته نوي گمارل شوی آمر ور وپېژندل شو
د معرفت په يادو مراسمو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مشرتابه او نورو منسوبينو برخه لرله.
د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن نوي گمارل شوي آمر ته مبارکي وویله او د لوی څښتن تعالی له دربار څخه يې ورته د رښتیني خدمت د توفیق دُعا وکړه.
د يادهونې وړ ده چې د لوړو زدهکړو وزرات محترم مقام له لوري قاري مطيع الله مسرور د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ د آمر په توگه ټاکل شوی ؤ چې نن ورځ رسماً خپلې دندې ته ور وپېژندل شو.