محصلانو چارو مرستيال د جدیدالشمول محصلينو د نوملیکنې له بهير څخه ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۲:۲۲
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور د ۱۴۰۴ لمریز کال په کانکور ازموينه کې د بريالیو جدیدالشمول محصلينو د نوملیکنې له بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه.

د محصلانو چارو مرستيال د نوملیکنې په پروسه کې د بوختو اداري کارمندانو د چارو ستاينه وکړه او محصلين يې د نومليکنې پر مهال د نظم مراعت ته را وبلل.

ياده دې وي، د نوملیکنې دا پروسه چې د زمري پر ۱۱ مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهالوېش سره به سمه پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب د سیالۍ ممتاز گټونکي محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۳۰۰) تنو محصلينو په کې نوم‌ليکنه کړې وه، چې د جوايزو د وېش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

BACK TO NEWS