په تحصيلي برخه کې د نظام له هڅو او لاسته راوړنو ولسونه خوښ او قدرداني يې کوي
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس په خپل کاري دفتر کې د کونړ ولايت د قومي مشرانو له يو پلاوي سره په کتنه کې د پوهنتون د علمي او پرمختيايي چارو په تړاو خپل پلانونه او پرمختگونه شريک کړل.
په دې ناسته کې قومي مشرانو د پوهنتون د علمي کچې لوړوالي، د محصلينو لپاره د مناسب تدريسي چاپېريال رامنځته کولو او د لوړو زده کړو د لا پياوړتيا په تړاو خپل نظرونه او وړانديزونه د پوهنتون له رهبرۍ سره شريک کړل او ډاډ يې ورکړ چې د پوهنتون د پرمختگ او علمي ودې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. قومي مشرانو په خپلو خبرو کې له کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د دوامدارې او ځانگړې پاملرنې له امله مننه او قدرداني وکړه.
د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د قومي مشرانو له راتگ، همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د ديني جامعاتو او پوهنتونونو پياوړتيا د ټولنې د ترقۍ مهم اساس دی او د پوهنتون اداره دوامداره هڅه کوي، چې د لا معياري زده کړو، څېړنې او سالمې علمي فضا د رامنځته کولو په برخه کې چټک گامونه واخلي. د ناستې په پای کې د پوهنتون د پرمختگ او علمي ودې په برخه کې په گډو هڅو او دوامداې همکارۍ ټينگار وشو.
