په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ پوهې او محصل محوره زده کړو د تدریسي تگلارو روزنيز ورکشاپ پیل شو

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۲:۲۵
SJAU

دغه ورکشاپ چې د پوهنتون مسلکي زده‌کړو پرمختیايي مرکز په نوښت د(۱۰) لسو ورځو پر دوام جوړ شوی، د دې پوهنتون ۲۵ تنه استادان په کې برخه لري.

ياد ورکشاپ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس پوهنمل محب الله محب، د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د مسلکي زده‌کړو پرمختیايي مرکز آمر پوهنيار امان الله توتاخېل په حضور کې نن ورځ رسماً پيل شو.

ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب د پایلو پر بنسټ او محصل محوره زده کړو پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او د دا ډول روزنيزو پروگرامونو جوړول يې گټور ياد کړل.

 نوموړي د ورکشاپ له برخه‌‌‌‌والو استادانو وغوښتل، چې په فعال گډون سره د ورکشاپ له ټولو مطالبو پوره گټه واخلي.

د یادونې ده، چې د ورکشاپ د روزنې چارې د پکتيکا لوړو زده‌کړو مؤسسې استاد ماسټر ټرېنر پوهنمل حزب الله رحماني له لوري پر مخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۰:۳۰
Background image

پوهنتون کې د ملکي خدمتونو خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د اداري او خدماتي خالي بستونو د ډکولو په موخه له(۳۴۲) تنو په شرايطو برابرو نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه. د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۶:۴۵
Background image

پوهنتون د نشراتو او فرهنگي چارو مرکزي کمېټې خپله نوبتي ناسته وکړه

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ وشوه د يادې کمېټې غړو په کې برخه لرله.

پیل کې د علمي څېړنو او مجلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۳:۳
Background image

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د اسعداباد ښاروالۍ ترمنځ د گډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

د دواړو ادارو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌لیک د ياد پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن او د اسعداباد ښاروال مولوي نظر محمد عتيق له لوري لاسلیک. . .

BACK TO NEWS