په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې محصليونو ته د ديني او اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د پنځلس ورځنۍ تربیتي دورې درسونه لا هم روان دي

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۱:۳۷
SJAU

د ياد پوهنتون او د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې محصليونو ته د پيل شوې پنځلس ورځنۍ تربیتي دورې تدريس چې د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري پلان شوی نن د پنځمې ورځې لپاره هم په منظمه توگه روان دی.

ټاکل شوې چې په یاده پنځلس ورځنۍ تربیتي دوره کې د کونړ ولایت جید علماء او شیوخ کرام د يادو علمي بنسټونو ۶۰ تنو محصلينو ته د قرانکريم تلاوت، تجويد، ترجمې او تفسير سربېره د رسول الله ﷺ سیرت، عباداتو فقې او نورو بېلابېلو اسلامي او ديني موضوعاتو په اړه اصلاحي او تربيتي بيانونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې محصلینو ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري د پنځلس ورځو پر دوام د خوراک او اوسېدو زمينه هم برابره شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

BACK TO NEWS