په کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون کې د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې بهير نن ورځ رسماً پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۲:۴۷
SJAU

یاده پروسه چې دوه ورځې یې د گډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت او درې ورځې یې د ازموینو اخیستلو ته ځانگړې شوې وې؛ له څه باندې درې نيم زره تنو گډونوالو څخه د ازموینې په اخیستلو سره نن ورځ د ۱۴۰۳ل کال د جوزا پر ۱۹ مه نېټه رسماً پای ته ورسېده.

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ريیس شيخ عبدالمالک محسن د کانکور ازموینې بهير د بریالي پای ته رسېدو په برخه کې د ازموینو ملي ادارې څخه راغلي پلاوي، امنيتي مسؤلينو او د پوهنتون له منسوبينو څخه مننه وکړه چې په زيار او هڅو يې په دې ولايت کې د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموينه په شفاف ډول او د امن په فضاء کې؛ پرته له کوم ځڼډ او خڼډ څخه پای ته ورسېده.

د ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر محمد داؤد ځلاند په خپلو خبرو کې د ياد پوهنتون له مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو څخه مننه وکړه چې د ازموینې پرمهال یې د بایومتریک له تخنيکي ډلې او د ازموينې له ممتحنه پلاوي سره پوره همکاري وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۷
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

ياده ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په نوښت ترسره شوه، د شرعياتو پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي مرستيال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۳۹
Background image

جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه جوړه شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون جديدالشمول محصلينو ته د محصلانو معاونیت له لوري د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

BACK TO NEWS