په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالمیې، عالیې او خامسې درجو کلنۍ ازموینه پیل شوه

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۳
SJAU

ياده ازموینه نن ورځ د کونړ ولايت د سالارباغ په جامع مسجد کې د مرستيال والي الحاج مـ.ـولوي عبدالله حـ.ـقاني، د علماوو شورا رييس الشیخ مولوي عبدالقهار صديقي، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون علمي مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د پوهنې رييس مولوي محيب الله حيدري، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رییس مفتي محمد یاسین، له کابل څخه د راغلي  پلاوي مشر مولوي صدرالدين سعد، د ممتحنو استادانو او د طالب العلمانو او فاضلانو په حضور کې رسماً پیل شوه.

د پرانيستې په مراسمو کې د کونړ مرستيال والي الحاج مـ.ـولوي عبدالله حـ.ـقاني دیني علماوو ته د دغه ستر فرصت برابرول د اسلامي نظام ښېګڼه یاده کړه او له ټولو گډونوالو یې وغوښتل چې خپلې وړتیاوې د اسلامي نظام د بقا او استحکام لپاره مصرف کړي.

د دې ولايت د علماوو شورا رييس الشیخ مولوي عبدالقهار صديقي د لوړو زده کړو او پوهنې له وزارتونو مننه وکړه چې علماء کرامو ته يې د دې لويې ازموينې زمينه برابره کړې ده.

د ازموينې گډونوالو ته د راغلي  پلاوي مشر او د پوهنې وزارت مالي او اداري رييس مولوي صدرالدين سعد د ازموينې په اړه لازم معلومات ورکړل او هغوی ته يې د پوره نظم سپارښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست او د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري په گډه د ټول هېواد سربېره د کونړ ولايت د امارتي او خصوصي دیني مدارسو له(938) تنو څخه چې(329) تنه یې د عالمیې، (281) تنه د عاليې او (328) تنه د خامسې درجو فارغ فاضلان او طالب العلمان دي؛ د شپږو ورځو په ترڅ کې به ترې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمه ازموينه واخېستل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون محصلینو ته د ملي او نړۍوالو ژبو د زده‌کړې کورسونه پيل شول

د پرانيسې په مراسمو کې یې د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهندوی ميرويس ستانکزي ياده برنامه د محصلینو ظرفیت لوړونې په برخه کې گټور گام وباله او له محصلینو يې وغوښتل چې له شته فرصتونو پوره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۲:۲۰
Background image

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د تهيه، تدارکاتو او خدماتو آمريت ته نوي گمارل شوی آمر ور وپېژندل شو

د معرفت په يادو مراسمو کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق او د پوهنتون نورو منسوبينو برخه لرله.

د مالي او اداري چارو مرستيال نوي گمارل شوي آمر ته مبارکي وویله. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۳:۲۷
Background image

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون مشرتاته له لوړو زده‌کړو وزارت څخه راغلي پلاوي سره وليدل

نن ورځ د پوهنتون محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار او د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د اکاډميکو چارو څارنې او ارزونې له رياست څخه راغلي. . .

BACK TO NEWS