پوهنتون اداري کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد آمر اصلاحي بیان وکړ
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اداري کارکوونکو ته؛ پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر له لوري اصلاحي بیان وشو.
د مجلس په پيل کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق ټول منسوبين د دعوت او ارشاد آمريت په مجلسونو کې فعال گډون ته را وبلل.
وروسته د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف د(تقوا) پر موضوع اداري کارکوونکو ته مفصل اصلاحي بیان وکړ او د تقوا تعريف، بواعث، فوايد او فضيلتونو په اړه یې تفصيلې خبرې وکړې.