پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي درې ورځنی سېمينار پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۹:۲
SJAU

دغه سېمينار چې د لوړو زده‌کړو وزارت په لارښوونه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاونيت په نوښت د شرعياتو پوهنځي په همکارۍ او د فرهنگي چارو کمېټې په هلو ځلو د پوهنتون د غونډو په تالار کې داير شوی ؤ؛ د پوهنتون رهبرۍ، استادانو او اداري کارکوونکو په کې برخه اخيستې وه.

د ياد سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د سېمینار د دايرېدو پر هدف، اهميت او ارزښت خبرې وکړې او ټول مسؤلين او منسوبين يې پر دې مکلف کړل چې د مشرتابه عالي مقام پر حکمونو او فرمانونه ځان پوه کړي او د ټولنې نورو وگړو ته يې هم ورسوي.

د دغه درې ورځني سېمينار په لړ کې د شرعياتو پوهنځي استادانو هر يو: پوهنمل دوکتور محمدسليم کريمزي په لومړۍ ورځ، پوهندوی عطاءالله حسامي په دويمه ورځ او پوهنيار محمد وسيم حبيبي په وروستۍ ورځ؛ د ياد فرمان د تشرېح او ښه عملي کېدو په تړاو چمتو کړي معلومات وړاندې کړل؛ د فرمان مادې يې وار په وار تشرېح او د گډونوالو پوښتنې يې ځواب کړې.

سېمینار د پای په مراسمو کې؛ د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په خپله ارزوونکې وينا کې د سېمینار له برخه‌والو او تنظيموونکو څخه د مننې ترڅنگ د سېمینار پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او گډونوالو ته يې سپارښتنه وکړه چې د ياد فرمان په تطبيق کې خپل مسؤليت اداء کړي. غونډې ته د کونړ ولايت د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت رييس مولوي فضل الله محمدي هم وينا وکړه او د مشرتابه عالي مقام د فرمانونو او حکمونو پر تطبيق يې ټينگار وکړ. دغه سېمینار چې درې ورځې وړاندې پیل شوی ؤ، نن ورځ په دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېد.

د يادونې ده چې د سېمينار برخه‌والو د ياد سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS