پوهنتون استادانو ته روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۷:۲
SIAU

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون کې استادانو ته دوه ورځنی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد.

ياد روزنيز ورکشاپ چې د پوهنتون مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د ژباړې بنسټونو تر سرليک لاندې د پوهنتون استادانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه داير شوی وو؛ پای ته ورسېد.

پیل کې د مسلکي پرمختيا آمر پوهنيار امان الله توتاخېل ګډونوالو ته د ورکشاپ اهمیت او ارزښت بيان کړ او ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګليسي ډيپارټمنټ آمر پوهنمل فرمان الله سلطاني له لوري د ياد روزنير ورکشاپ موضوعات(له انګليسي ژبې څخه ملي ژبو ته د ژباړې اساسات) په دوه ورځو کې له استادانو شريک شول.

د يادولو وړ ده چې ګډونوالو د دا ډول ورکشاپونو او سېمينارونو پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۲۴
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د حاضرۍ په پابندۍ او چارو کې پر چټکتيا ټينگار وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د پوهنتون ځينو آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله، پر بېلابېلو مو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۶:۳۱
Background image

پوهنتون کې چاپېريال د پاکۍ اشر ترسره شو

د پاکۍ دغه اشر چې نن ورځ په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې  ترسره شو، د پوهنتون مشرتابه سر بېره په کې اداري او خدماتي کارکوونکو او لسگونو محصلينو برخه اخيستې وه.

د پوهنتون رييس شيخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۵:۴۱
Background image

کمپيوټرساينس پوهنځي په اسيا کې د نړۍوالو ټولنيزو خدمتونو له مؤسسې سره د گډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي په اسيا کې د نړۍوالو ټولنيزو خدمتونو له مؤسسې سره د گډو همکاریو هوکړه په داسې حال کې لاسلیک کړه چې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن. . .

BACK TO NEWS