پوهنتون د اند مجلې درېیمه گڼه چاپ شوه

سید جمال الدین افغاني پوهنتون د اند علمي – څېړنيزه مجله چې په شپږو مياشتو کې يو ځل د هېوادوالو د پوهاوي او علمي لوړاوي په پار مقالې خپروي، درېيمه گڼه يې تازه د ٣١٠ مخونو او د اتلسو(۱۸) مقالو په درلودلو سره چاپ او خپره شوه.
د اند علمي– څېړنيزې مجلې په(پر له پسې درېيمه گڼه، دويم کال – لومړۍ گڼه ۱۴۰۳ل، دوبی) چاپ شوې مجله په ټوله کې د طبيعي او ټولنيزو علومو اتلس مقالې لري چې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د علمي کادر غړو په گډون د نورو علمي بنسټونو د استادنو له لوري ليکل شوې دي.