پوهنتون د برېښنايي زده کړو کمېټې ناسته وکړه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۲:۴۵
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د برېښنايي زده کړو کمېټې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي په مشرۍ ناسته وکړه، چې په کې د پوهنتون مرکزي کمېټې غړو برخه لرله.

پیل کې د علمي چارو مرستيال د کمېټې غړو ته د برېښنايي زده کړو په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او د هغوی نظریات او وړاندیزونه يې واورېدل.

نوموړي د اړوندو پوهنځيو استازو ته لارښوونه کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت له هدايت سره سم د برېښنايي زده کړو په برخه کې بشپړه اماده‌گي ولري. تر بحث وروسته د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS