پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري د ناسمو رواجونو مخنیوي په هکله نوی توشيح شوی فرمان تشريح شو

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۴۰
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او محصلينو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان په اړه د پوهاوي سېمينار داير شو.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د نوي توشیح شوي فرمان په اړه د پوهاوي سېمينار وړاندې شو چې د ياد فرمان د اهمیت او تطبیق په تړاو يې هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د ناسمو رواجونو مخنیوی يې د ټولو شريک مسؤلیت وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۰
Background image

پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال د خزاني سمستر د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه

نن ورځ د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور د ازموينو عمومي کمېټې د غړو په ملتيا د خزاني سمستر د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۰
Background image

محصلینو ته په ځان باور او اعتماد او انگېزه څه ده؟ تر سرليک لاندې سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی معلوماتي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۱۴
Background image

د زراعت پوهنځي محصلينو ته د ډينگي تبې ناروغۍ په تړاو د پوهاوي سېمينار وړاندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي محصلينو ته د مالي او اداري چارو معاونيت په چوکاټ کې، د روغتيا او خونديتوب عمومي کمېټې په نوښت د ډينگي تبې ناروغۍ په تړاو معلوماتي سېمينار. . .

BACK TO NEWS