پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه، په کې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد، د پوهنځيو ريیسانو او استادانو برخه لرله.
پوهنتون رييس د پرانیستې وینا پر مهال په اسلامي شريعت کې د شورا پر مقام، ارزښت او اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او اړوند مسؤلين يې خپلو دندو ته ځیر کړل. ورپسې د پوهنتون مرستيالانو د تېرې مياشتې کاري راپورونه له شورا سره شريک کړل او همداراز د تېرې علمي شورا د پرېکړو گزارش وړاندې شو.
په دغه کاري ناسته کې د اداري برخې د ارزونې فورمونو او د پوهنځي او څانگې په کچه د اسنادو طی مراحل لارښودونو د تاييد، څانگو د پنځه کلنې ارزونې لپاره د کمېټو پر تعين او د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې. ياده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.