پوهنتون د علمي چارو مرستيال د پوهنځيو له رييسانو سره ناسته وکړه
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د پنځهگونو پوهنځيو له رييسانو سره ناسته وکړه.
په ياده کاري ناسته کې علمي معاون د پوهنځيو رييسانو ته د اطاعت، خالص نيت او د پوهنتون علمي برخې د لا ښهوالي په پار لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او همداراز يې د هغوی مشکلات او وړاندیزونه واورېدل او ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.
یاده غونډه د خیر په دُعا پای ته ورسېده.