پوهنتون د ليليې لپاره 88KVA جنراتور ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت له بوديجې څخه د نږدې دوه میلیونو افغانیو په لګښت؛ KVA88 جنراتور ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پرانيستې په یادو مراسمو کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب وويل چې د لوړو زده کړو وزارت له خپلې بوديجې څخه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ليليې محصلينو د برېښنا ستونزې د حل په موخه د دې جنراتور د پېرلو قرارداد وکړ چې نن یې له نېکهمرغه د ګټې اخيستنې شاهدان يو.
نوموړي زياته چې ياد قرارداد نږدې د دوه میلیونو افغانیو په قيمت له يو خصوصي شرکت سره شوی ؤ چې په کې؛ KVA88 جنراتور، د جنراتور لپاره ځانګړې خونه او د ليليې ودانيو ته د برېښنايي مزو غځول شامل وو.
د يادونې وړ ده چې د پوهنتون مرستيالانو، پوهنځيو رييسانو، اداري کارکوونکو او محصلينو په حضور کې، ياد جنراتور د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب له لوري د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.