پوهنتون د ليليې په مسجد کې محصلينو ته د دعوت او ارشاد آمريت د ديني او تربيتي درسونو پر دوام اصلاحي بيان وشو
د مازيگر تر لمانځه وروسته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف، د ليليې سلگونو محصلينو ته د عملي لمانځه پر موضوع تفصيلي خبرې وکړې او همداراز يې د دې آمريت اړوند نوی گمارل شوی مبلغ او مؤذن مولوي عبيدالله نعماني يادو محصلينو ته ور معرفي کړ.