پوهنتون د مالي او حسابي چارو آمريت ته نوي گمارل شوی آمر ور وپېژندل شو
د معرفت په يادو مراسمو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د پوهنتون مرستيالانو او د پوهنتون نورو منسوبينو برخه لرله.
د پوهنتون رييس نوي گمارل شوي آمر ته مبارکي وویله او د لوی څښتن تعالی له دربار څخه يې ورته د رښتیني خدمت د توفیق دُعا وکړه.
د يادهونې ده چې د لوړو زده کړو وزرات محترم مقام له لوري قاري عمر بادشاه شاهين د مالي او حسابي چارو د آمر په توگه ټاکل شوی ؤ چې نن ورځ رسماً خپلې دندې ته ور وپېژندل شو.