پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال د محصلينو له فرهنگي کمېټې سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۳:۵۰
SJAU

دغه ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار په شتون کې ترسره شوه د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مطیع الله مسرور او پنځه‌گونو پوهنځیو د محصلينو استازو په کې برخه لرله چې پر يو لړ فرهنگي مسايلو يې بحث او نظرونه سره شريک کړل.

محصلانو چارو مرستيال د مجلس پرانېستې پر مهال محصلين خپلو مسؤليتونو ته متوجه کړل او زياته يې کړه چې دوی خپل نظرونه او ستونزې هر وخت په ډاډه زړه له ياد معاونیت سره شریکولی شي. نوموړي د محصلينو وړانديزونه او مشکلات واورېدل او د حل په برخه کې يې پوره ډاډ ورکړ.

یاده غونډه د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۷
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

ياده ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په نوښت ترسره شوه، د شرعياتو پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي مرستيال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۳۹
Background image

جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه جوړه شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون جديدالشمول محصلينو ته د محصلانو معاونیت له لوري د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

BACK TO NEWS