پوهنتون رييس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۷:۴۱
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن؛ د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي په ملتيا د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د ليدنې پر مهال يې د ياد پوهنځي د تدریسي بهیر د څارنې او ارزونې تر څنگ؛ د استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ وکړ. همداراز د پوهنتون مشرتابه استادانو او د پوهنځي مسؤلینو ته د کورس پالیسيو او محصلينو د حاضرۍ په برخه کې جدي لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

BACK TO NEWS