پوهنتون رييس د مرکزي کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د مرکزي کمېټو له مسؤلينو سره مشورتي ناسته وکړه.
ياده ناسته چې د پوهنتون علمي، محصلانو او د مالي او اداري چارو مرستيالانو په شتون کې ترسره شوه، د کمېټو مسؤلينو په اړوندو برخو کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه د پوهنتون له مشرتابه سره شريک کړل، چې د هغوی له لوري ورته د ستونزو د حل او غوښتنو او وړانديزونو د پوره کېدو ډاډ ورکړل شو.