پوهنتون ريیس د کونړ ولايت افغاني سرې مياشتې ټولنې له رييس سره وکتل

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۶:۴۶
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس شيخ عبدالمالک محسن په داسې حال کې چې د پوهنتون مرستيالانو او د پوهنځيو رييسانو هم حضور درلود، کونړ ولايت د افغاني سرې مياشتې ټولنې له رييس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

پیل کې د پوهنتون رييس په خپلو خبرو کې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی له فعالیتونو څخه چې د اړمنو هېوادوالو د هوساينې لپاره يې ترسره کوي مننه وکړه او د پوهنتون له لوري يې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

کونړ ولایت د افغاني سرې مياشتې ټولنې رییس حاجي شاه زلمي وويل چې د اړمنو لاسنيوي په برخه کې د خیرپالو هېوادوالو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري او همداراز يې د سرې مياشتې اعانې راټولولو په برخه کې له پوهنتون څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۵
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS