پوهنتون محصلينو د خپلو علمي سفرونو پر دوام د کونړ ولايت له جهـادي مدرسـې څخه ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۳:۱
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو(۵۰) تنو محصلينو د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي سراج الدين عمر منصور او د پوهنتون استادانو په ملتيا د کونړ ولايت جهـادي مدرسې ته علمي سير وکړ او هلته يې په تنظيم شوې غونډه کې گډون او مقالې وړاندې کړې.

شيخ عبدالمالک محسن د پوهنتونونو او مدارسو پر ارزښت خبرې وکړې او دواړه یې د نظام ساتنې لپاره مهم وبلل. نوموړي په خپلو خبرو کې محصلين او د يـادې مـدرســـې زده کوونکي وهڅول چې د علم او پوهې زده کړې ته زياته پاملرنه وکړي چې لــه فراغــت وروســته ولس تــه د خــدمت مصدر وگرځي.

پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال د يادې مدرسې شيوخو کرامو سره په خبرو کې له تحصيلي چاپېريال سره د زده کوونکو د بلدتيا په موخه پوهنتون ته راتگ بلنه ورکړه.  

د يادونې ده چې دا علمي سفر د پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري تنظیم شوی ؤ چې د پوهنتون محصلينو او د يادې مدرسې زده کوونکو په کې يوې لویې علمي غونډې ته خپلې ترتيب کړې مقالې وړاندې کړې او همداراز يې د يادې مدرسې له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

سید جمال الدین افغاني پوهنتون د افغانستان د څلورو مخکښو او برياليو پوهنتونونو په کتار کې وځلېد

د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د پوهنتونونو د هر اړخيزې ارزونې او کيفيت سنجونې د پايلو له مخې، سيد جمال الدین افغاني پوهنتون د خپلې هوښيارې او لرليد لرونکې رهبرۍ، ژمن او هڅاند اداري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۹
Background image

د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ. . .

BACK TO NEWS