پوهنتون کې د اعتبار ساتنې په موخه د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو پروسې د معیارونو د تشریح ۳ ورځنی ښوونيز ورکشاپ پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۳:۲۰
SJAU

یاد ورکشاپ چې د لوړو زده‌کړو وزارت د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د دې پوهنتون په معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز کې د پوهنتون رهبرۍ غړو، پوهنځیو ريیسانو، دیپارتمنتونو آمرينو، د مستقلو آمریتونو مسؤلینو او د تنوير لوړو زده‌کړو خصوصي مؤسسې مسؤلينو ته دایر شوی ؤ، نن ورځ پای ته ورسېد.

ورکشاپ د پای په مراسمو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس شیخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې د یاد ورکشاپ د جوړېدو له کبله د لوړو زده‌کړو وزارت، د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست او له روزونکو استادانو مننه وکړه. نوموړي د ورکشاپ گډونوالو ته سپارښتنه وکړه  چې له موادو يې په علمي او اداري چارو کې پوره استفادې وکړي.

د يادونې ده چې د شيخ زايد پوهنتون استاد پوهنمل دوکتور قدرت الله ځواک او د پکتيا پوهنتون استاد پوهنمل محمد امین احمدزي  د دې ورکشاپ د روزنې چارې مخته يوړې. ياد ورکشاپ د گډونوالو د پوښتنو په ځوابولو او دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

BACK TO NEWS