پوهنتون کې د ا‌مام ابوحنيفه رحمه الله د مناقبو په تړاو يو ورځنی علمي سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۷:۱۰
SJAU

پوهنتون سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونيت په نوښت د ا‌مام ابوحنيفه رحمه الله د مناقبو په تړاو يو ورځنی علمي سېمينار داير شو  چې په کې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رييسانو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو برخه لرله.

پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ وویل:”امام ابوحنيفه رحمه الله د علم او معرفت په ميدان کې د کمال مقام ته رسېدلی او نهايت ځيرک، هوښيار او عاقل انسان ؤ، چې په مسلک او مذهب کې يې ډېر زيات احتياط او ادب دی. " نوموړي په خپلو خبرو کې د ياد سېمينار له تنظيموونکو مننه وکړه او زياته يې کړه چې د داسې علمي سېمينارونو لړۍ به جاري وساتي.

ورپسې شيوخو کرامو هر يو: کونړ ولایت د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي او ياد پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي عبدالمنان البدر په خپلو ويناوو کې د امام ابوحنيفه رحمه الله د پېژندنې او تعارف، نسب او ژوندانه، علم او معرفت، اخلاص او تقوا، صبر او استقامت، امانت او صداقت، تواضع او عاجزۍ، تدريس او شاگردانو او همداراز د وفات په اړه عالمانه تفصيلي ويناوې وکړې او زياته يې کړه چې امام ابوحنيفه رحمه الله د فقاهت او اجتهاد تر څنگ يو لوى محدث عالم هم ؤ.

په پای کې د شيوخو کرامو له لوري د گډونوالو پوښنتونو تر ځوابولو وروسته ياد علمي سېمينار په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

هېره دې نه وي چې په ياد پوهنتون کې تر دې وړاندې هم دې ته ورته علمي سېمينارونه او کنفرانسونه داير شوي او په راتلونکي کې به هم دا لړۍ دوام ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۷
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

ياده ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په نوښت ترسره شوه، د شرعياتو پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي مرستيال. . .

BACK TO NEWS