پوهنتون کې د خزاني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۱:۲۵
SJAU

نن ورځ چې د روان١٤٠٣ هـ . ش کال د لیندۍ مياشتې له ١٥ مې سره برابره ده په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

د ياد پوهنتون ريیس شیخ عبدالمالک محسن د پوهنځيو رييسانو په ملتيا د ازموینو له صحنو څخه د لیدنې پر مهال د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې ازموینې دې د لوړو زده‌کړو وزارت له اصولو او مقرراتو سره سمې په پوره شفافیت سره واخلي او پایلې دې پر خپل وخت له محصلینو سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۰
Background image

پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال د خزاني سمستر د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه

نن ورځ د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور د ازموينو عمومي کمېټې د غړو په ملتيا د خزاني سمستر د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۰
Background image

محصلینو ته په ځان باور او اعتماد او انگېزه څه ده؟ تر سرليک لاندې سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی معلوماتي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۱۴
Background image

د زراعت پوهنځي محصلينو ته د ډينگي تبې ناروغۍ په تړاو د پوهاوي سېمينار وړاندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي محصلينو ته د مالي او اداري چارو معاونيت په چوکاټ کې، د روغتيا او خونديتوب عمومي کمېټې په نوښت د ډينگي تبې ناروغۍ په تړاو معلوماتي سېمينار. . .

BACK TO NEWS