پوهنتون کې د زارعت پوهنځي څلورم ټولگي محصلینو ته يو ورځنی روزنيز سېمينار دایر شو.

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۸:۵۸
ٍSJAU

د څېړنې او ژباړې په برخه کې دغه روزنيز سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زارعت پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري د پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، د اتم سمستر لسگونو محصلينو په کې برخه لرله.

د سېمينار په پرانيسته کې د زراعت پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي د څېړنې پر اړتيا او ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او د سېمينار له تنظيموونکو يې مننه وکړه. ورپسې د ياد پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور احمد راتب شرافت د علمي مقالې ليکنې لارې چارې او د ژباړې اصول؛ موضوعات وار په وار تشريح کړل او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

د يادونې ده چې برخه‌والو محصلينو د سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۲۶
Background image

د يوې غونډې په ترڅ کې د ترسره شویو څېړنو پایلې له اړوندو ادارو او گډونوالو سره شریکې کړې

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب دپيارتمنت استادانو له لوري د ترسره شويو څېړنو پايلې له اړوندو ادارو سره شريکې  شوې، چې په مراسمو کې يې د پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۲:۱۹
Background image

پوهنتون د ازموینو عمومي کمېټې ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ازموینو عمومي کمېټې د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار په مشرۍ ناسته وکړه، چې د راتلونکې ازموینې د روڼتیا او لا معياري کېدو په برخه کې د اړینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۳۷
Background image

محصلینو ته له ازموينې څخه د اضطراب په هکله د پوهاوي سېمينار وړاندې شو

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پېنځه‌گونو پوهنځیو محصلینو ته د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت اړوند د رواني مشاورې کمېټې له لوري د ازموینې اضطراب په هکله د پوهاوي سېمينار. . .

BACK TO NEWS