پوهنتون کې د عاليې او عالميې مرحلو ازموينې نگرانانو ته معلوماتي سېمينار وړاندې شو
په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د عاليې او عالميې مرحلو ازموينې نگرانانو ته د ازموينې اخيستلو په هکله معلوماتي سېمینار وړاندې شو، چې د دې پوهنتون رهبرۍ سربېره؛ د لوړو زده کړو وزارت استازو، علماء کرامو او د ازموينې لپاره ټاکل شويو نگرانانو برخه لرله.
د سېمينار گډونوالو ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په خپلو خبرو کې د نگران استادانو مسؤليت روښانه کړ او ويې ويل، چې ورسپارل شوی مسؤليت بايد په ښه شان سره اداء کړي او شفافيت ته ژمن پاتې شي. ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست استازي مفتي خان اغا مخلص خبرې وکړې او د ازموينې په اړه يې له گډونوالو سره مفصل معلومات او د وزارت مقام هدايات شريک کړل.
د يادونې وړ ده چې دا ازموينه به د راتلونکې شنبې په ورځ چې د روانې رجب المرجب مياشتې له شپږمې نېټې سره برابره ده د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ټول هېواد سربېره د کونړ ولايت د امارتي او خصوصي دیني مدارسو له(650) تنو فاضلانو څخه چې(334) تنه یې د عالمیې او(316) تنه يې د عاليې مرحلو فارغ فاضلان دي؛ د شپږو ورځو په ترڅ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمه واخېستل شي.
