پوهنتون کې د نیالگیو کښېنولو کمپاین پیل شو

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۳۳
SJAU

یاد کمپاین چې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت تر چتر لاندې د چاپېریال ساتنې عمومي کمېټې او خدماتو آمريت په گډو هڅو د نږدې(۶۰۰) نيالگيو په کښېنولو سره پیل شو، چې نن ورځ یې د پوهنتون ريیس، مرستیالانو، پوهنځيو رييسانو او نورو مسؤلینو له لوري پرانیسته وشوه.

کمپاین د پرانیستې پر مهال د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د نیالگیو کښېنولو په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او هغه یې دوامداره صدقه وبلله او زياته يې کړه، چې د چاپېریال ښکلا، سمسورتیا او خوندیتوب د ټولو شريک مسؤلیت دی نو د دې لپاره بايد نیالگي کښېنوو او دوامداره ساتنه او پالنه يې وکړو. نوموړي همدارنگه د چاپېریال ساتنې عمومي کمېټې له غړو، خدماتو آمريت مسؤلینو او په کمپاین کې يې له بوختو کارگرانو او محصلينو څخه مننه وکړه، چې پوهنتون د ښېرازۍ لپاره هلې ځلې کوي. ورپسې د نیالگیو کرلو کمپاین پرانیسته وشوه او د پوهنتون مشرتابه غړو او نورو مسؤلینو په ټاکل شویو ځایونو کې نیالگي نهال کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۳۰
Background image

په کونړ کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینه رسماً پیل شوه

د ۱۴۰۵ عمومي کال کانکور ازموینه د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د غونډو په تالار کې د ياد پوهنتون رهبرۍ، د ازموینو عمومي ادارې راغلي هيئت، ممتحنه پلاوي او د کانکور گډونوالو په حضور کې ن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۹
Background image

د زارعت پوهنځي څلورم ټولگي محصلینو ته د ماخذ ليکنې په تړاو يو ورځنی روزنيز سېمينار دایر شو

په علمي ليکنو کې د ماخذ ښودنې ځانگړي سافټوير(Zotero) کارونې په هکله دغه روزنيز سېمينار چې د ياد پوهنځي له لوري د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې داير شوی ؤ، لسگونو محصلينو په کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۸
Background image

ديني جامعې فاضلانو ته د مصنوعي ځيرکتيا په اړه معلوماتي سېمينار وړاندې شو.

د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما ديني جامعې فاضلانو ته د مصنوعي ځيرکتيا په اړه معلوماتي سېمينار وړاندې شو. د يادې جامعې فاضلانو ته د مصنوعي. . .

BACK TO NEWS