پوهنتون کې د کرکټ پيل شوې سيالۍ پای ته ورسېدې

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۱:۳۶
SJAU

يادې سيالۍ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت اړوند د سپورت مرکزي کمېټې له لوري د پوهنتون شپږو لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، د پای په مراسمو کې يې د کمپيوټر ساينس پوهنځي ريیس پوهنيار ذاکر الله عزام، پوهنتون د سپورت مرکزي کمېټې مشر پوهنيار فريدالله صافي، محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مطیع الله مسرور، د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو برخه لرله.

د پای لوبې په مراسمو کې پوهنتون د سپورت مرکزي کمېټې مشر د ورزش په ارزښت او گټو خبرې وکړې او سپورتي فعالیتونه یې د محصلینو په فزيکي او ذهني وده کې اغېزناک ياد کړل.

محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر په خپلو خبرو کې لوبغاړو ته د سپورتي اخلاقو او اصولو د رعایت سپارښتنې وکړې.

د ياد ټورنمنټ پای‌لوبه چې د کمپيوټر ساينس او ښوونې او روزنې پوهنځيو د لوبډلو ترمنځ وشوه د کمپيوټر ساينس په بري پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۳:۵۰
Background image

د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د عقيدې ديپارتمنت استاد پوهنيار عبداللطيف عابد د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(په اسلام او نصرانيت کې له يوې څخه د زياتو ښځو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۸:۳۹
Background image

د شرعياتو پوهنځي دوه تنو استادانو لوړو علمي رتبو ته د ترفيع په موخه خپل علمي کنفراسونه وړاندې کړل

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د شرعياتو پوهنځي دوه تنو استادانو هر يو: پوهنمل سيد رضاء الله جلالي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(پر مېړه او مېرمن باندې د ترکې د رَدْ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۷:۱۰
Background image

پوهنتون کې د ا‌مام ابوحنيفه رحمه الله د مناقبو په تړاو يو ورځنی علمي سېمينار داير شو

پوهنتون سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونيت په نوښت د ا‌مام ابوحنيفه رحمه الله د مناقبو په تړاو يو ورځنی علمي سېمينار داير شو  چې په کې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو. . .

BACK TO NEWS