پوهنتون کې يو ورځنی ديني-علمي سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۶:۳۰
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ليليې په مسجد کې يو ورځنی ديني-علمي سېمينار داير شو چې په کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي، د پوهنځيو رييسانو، استادانو او اداري کارمندانو برخه لرله.

پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپله وينا کې د ښه راغلاست ترڅنگ په علمي بنسټونو کې د دا ډول سېمينارونو دايرول ډېر ګټور وبلل او د ياد سېمينار له تنظيموونکو يې مننه وکړه.

ورپسې شيوخو کرامو هر يو: کونړ ولایت د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي او ياد پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رييس شيخ عبدالمنان البدر په خپلو ويناوو کې استادانو ته سپارښتنه وکړه چې د راتلونکي نسل په سالمه روزنه کې خپل مسؤليت په ښه شان سره اداء کړي او د هغوی فکري بيدارۍ لپاره دې شپه او ورځ کوشش وکړي او همداراز د غربي رسنيو زهرجنو تبليغاتو پر وړاندې دې کلکه مبازه وکړي.

هېره دې نه وي چې په ياد پوهنتون کې تر دې وړاندې هم دې ته ورته علمي سېمينارونه او کنفرانسونه داير شوي او په راتلونکي کې به هم دا لړۍ دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۳:۴۲
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS