کمپيوټرساينس پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۳:۳
SJAU

په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د کمپيوټرساينس پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو او د ياد پوهنځي محصلينو گډون کړی ؤ.

غونډې ته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د علم پر ارزښت تفصيلي خبرې وکړې او د غونډې له تنظيموونکو يې مننه وکړه.

د کمپيوټرساينس پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام په خپله وينا کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د هغوی هڅې او لاسته راوړنې يې وستایلې.

ياده غونډه ممتازو محصلينو ته د ستاينليکونو له ورکولو وروسته د پوهنتون دعوت او ارشاد مبلغ مولوي عبيدالله نعماني پر لنډې وينا او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

BACK TO NEWS