کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالمیې او عالیې مرحلو کلنۍ ازموینه پیل شوه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۷:۵۸
SJAU

ياده ازموینه د کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د ولايت مقام استازي مولوي مير ولي حقاني، له مرکز کابل څخه راغليو اعلی نگرانانو: مولوي احمدگل منهاج او مولوي سيد رحمن انصاري، نگران علماء کرامو او فاضلانو په حضور کې رسماً پیل شوه.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې گډونوالو ته د ازموينې په اړه لازم معلومات ورکړل او هغوی ته يې د پوره نظم سپارښتنه وکړه.

د يادونې ده چې دا ازموينه به د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست له لوري د ټول هېواد سربېره د کونړ ولايت د امارتي او خصوصي دیني مدارسو څخه په ۱۴۴۶ هـ. ق کال کې له(492) تنو فاضلانو څخه چې(286) تنه یې د عالمیې او(206) تنه يې د عاليې مرحلو فارغ فاضلان دي؛ د شپږو ورځو په ترڅ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمه واخېستل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټپي شویو محصلینو پوښتنې په موخه، کونړ ولایت ته سفر وکړ

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د پاکستاني رژیم په توغندیزو بریدونو کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټپي شویو محصلینو د پوښتنې پر مهال، د سید جمال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۶:۵۰
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزارت په رهبرۍ د جهان خصوصي پوهنتون له لوري په داير شوي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون درېيم مقام خپل کړ

دغه داخلي کنفرانس چې«افغانستان دوامداره پرمختیار لپاره مصنوعي ځيرکتیا څخه د گټې اخيستنې داخلي- څېړنيز کنفرانس» تر سرليک لاندې داير شوی ؤ، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۴۳
Background image

د سيد جمال الدين افغاني او ننگرهار پوهنتونونو ترمنځ د گډو علمي همکاريو هوکړه‌ليک لاسليک شو

هغه ناسته چې د ياد هوکړه‌ليک د لاسليک په موخه په ننگرهار پوهنتون کې ترتيب شوې وه، چې د ننگرهار پوهنتون عمومي رئيس شيخ انعام الله مدني او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو. . .

BACK TO NEWS