کونړ ولایت کې د دیني مدارسو د عالمیې او عالیې مرحلو د کلنۍ ازموینې درېیمه ورځ په بريالۍ توگه پای ته ورسېده

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۴:۴
SJAU

ياده ازموينه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د شپږو ورځو په ترڅ کې اخيستل کېږي، د دې پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار، د ولايت مقام استازي مولوي ميرولي حقاني، لوړو زده کړو وزارت له دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست څخه د راغلي پلاوي او نگران علماء کرامو تر مستقيمې څارنې لاندې پر ټاکلي وخت پيل او په بريالۍ توگه يې درېيمه ورځ پای ته ورسېده.

د ازموينې په پيل کې د پوهنتون رييس فاضلانو ته د نظم او اصولو مراعتولو سپارښتنه او په ازموينه کې د بري دُعا وکړه.

دغه ازموینه چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کونړ په گډون په ۳۱ ولايتونو کې هم مهال پيل شوې، د دې ولایت له امارتي او خصوصي دیني مدارسو څخه د عالمیې او عالیې مرحلو نږدې پېنځه سوه تنه فارغ شوي فاضلان په کې برخه لري، چې تر راتلونکې پنجشنبې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۵:۳۱
Background image

د پوهنتون استادانو ته د څېړنې په برخه کې پر دوه بېلابېلو موضوعاتو دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو

دغه روزنيز ورکشاپ چې د پوهنتون علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي زده‌کړو په پرمختیايي مرکز کې جوړ شوی ؤ، د دې پوهنتون گڼو استادانو په کې برخه لرله.

د ورکشاپ په پرانيسته کې د سيد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۵۴
Background image

کونړ ولايت کې دیني مدارسو د عالمیې او عالیې مرحلو کلنۍ ازموینو له صحنو څخه لیدنه او څارنه وشوه

يادې ازموينې چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې له تېرې شنبې ورځ راپيل شوي، د کونړ مرستيال والي الحاج مـ.ـولوي عبدالله حـ.ـقاني، د علماوو شورا رييس شیخ مولوي عبدالقهار صديقي،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۷:۵۶
Background image

پوهنتون د کيفيت لوړاوي عمومي کمېټې ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کيفيت لوړاوي عمومي کمېټې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ ناسته وکړه، چې په کې د کيفيت لوړاوي آمر پوهنيار انتظار صديقي او د دې کمېټې غړو. . .

BACK TO NEWS