پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۲:۴۰
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده کاري ناسته کې د استادانو د علمي ترفیعاتو په اثارو باندې بحث او په تړاو يې لازمې پرېکړې وشوې. د علمي څېړنو او مجلو مرستيال د کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه، چې د اثارو په کتنه کې له پوره دقت او ځيرتيا څخه کار واخلي. ياده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د درسي، څېړنيزو او مطالعاتي اثارو د ارزونې لارښود د تشرېح په تړاو يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د علمي معاونيت له لوري د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، د پوهنتون مشرتابه پلاوي، د پوهنځيو رئيسانو، د څانگو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۵۶
Background image

له شرعياتو پوهنځي څخه ۷۲ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي له دوو څانگو(فقه او قانون او اسلامي تعليماتو) څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو ديني او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۷۲) تنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

له کمپیوټرساينس پوهنځي څخه په يوولسمه دوره کې ۸۱ تنه مسلکي کادرونه فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپیوټرساينس پوهنځي له دوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په يوولسمه دوره کې(۸۱) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت. . .

BACK TO NEWS