د پوهنتون اداري کارمندانو ته د کارکوونکو چارو مؤثر مديريت تر سرليک لاندې سېمينار داير شو
دغه يو ورځنی روزنيز سېمينار، چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت په نوښت جوړ شوی ؤ، د ياد پوهنتون د اداري برخې آمرینو او مديرانو په کې برخه لرله.
د سېمينار په پرانيسته کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي وويل، چې د باکيفيته خدماتو د وړاندې کولو لپاره د دا ډول روزنيزو پروگرامونو دايرول د وخت غوښتنه او د ادارې جدي اړتيا ده. نوموړي همداراز په خپلو خبرو کې د ياد سېمينار له تنظيموونکو مننه وکړه او د ورکشاپ گډونوالو ته يې سپارښتنه وکړه، چې له دې فرصت څخه پوره استفاده وکړي. د يادونې وړ ده چې د ياد سېمينار د روزنې چارې د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنيار ماليار صديقي له لوري پر مخ وړل کېدې.
