د پوهنتون په مسجد کې د«قربانۍ احکام او مسايل» تر سرليک لاندې ديني او علمي سېمينار وړاندې شو
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د شرعياتو پوهنځي په همکارۍ د پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د«قربانۍ احکام او مسايل» تر سرليک لاندې د ديني او علمي سېمينار وړاندې شو. د ياد اصلاحي سېمينار په ترڅ کې د شرعياتو پوهنځي استاد پوهندوی عطاءالله عصامي له لوري د نصوصو په رڼا کې د قربانۍ شرعي احکام، فضيلت، قربانۍ د حيوان شرايط، آداب او اړوند مسايل په مفصل ډول تشرېح شول او په پای کې يې د موضوع په تړاو د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړل.
