د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۳:۴۲
SJAU

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي ډول پيل شوې دي او نن يکشنبه، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې(۱۴مه)، چې د جوزا له(۱۰مې) نېټې سره سمون لري، د پوهنتون علمي او اداري فعاليتونه د تېر په څېر په منظم ډول پيل شوي او د پوهنتون علمي او اداري منسوبين په پوره اخلاص، صداقت او ژمنتيا سره خپلو دندو ته دوام ورکوي.

دا چې د نهايي ازموينو بريالي ترسره کېدو لپاره ټول اړين تدابير نيول شوي او د پنځه‌گونو پوهنځيو نږدې درې زره محصلين به په دغو ازموينو کې گډون کوي. د پوهنتون اداره له ټولو محصلينو غواړي چې د ازموينو د اصولو او ټاکلي مهالوېش په مراعتولو سره پر خپل وخت د ازموينو صحنو ته حاضر شي.

د پوهنتون رهبري د محصلينو لپاره په راتلونکو ازموينو کې د بري هيله څرگنده‌وي او ډاډ ورکوي چې د ازموينو بهير به د دوامدارې څارنې په ترڅ کې؛ په پوره شفافيت، نظم او د نافذه اصولو له مخې پر مخ يوسي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

BACK TO NEWS