د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳۷
SJAU

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د يادو علمي سېمينارونو وړاندې کوونکو استادانو د ځوان نسل په سالمه روزنه او فکري بيدارۍ ټينگار وکړ او برخه‌وال يې مخاطب کړل چې د غربي رسنيو زهرجنو تبليغاتو پر وړاندې په کلکه مبازه وکړي.

د ياد پوهنتون شرعياتو پوهنځي درې تنو استادانو هر يو: پوهنيار مولوي عبدالولي حامدي په(فکري جگړه او له هغې څخه د ژغورنې لارې چارې)، پوهنيار مفتي حميدالله ماموندزي د(اسلامي شريعت په رڼا کې د خپلواکۍ ارزښت) او پوهنيار مولوي قدرت الله عقابي د(اسلامي شريعت په رڼا کې د خپلواکۍ ساتنه) تر سرليکونو لاندې پر ټاکل شويو موضوعاتو علمي سېمينارونه وړاندې کړل او همداراز يې د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. ياد سېمينارونه چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شوي وو، د محصلانو مرستيال مفتي شېرافضل منصور له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۷
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

ياده ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په نوښت ترسره شوه، د شرعياتو پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي مرستيال. . .

BACK TO NEWS