پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
SJAU

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی ؤ؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د عبدالله بن عباس ؓ  دیني جامعې استادانو، د کونړ ولايت جهادي مدرسې، د احصايې او معلوماتو رياست او د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو آمريت اړوندو مسلکي کارکوونکو او څېړونکو په کې برخه اخيستې وه.

ياد سېمينار چې د علمي څېړنو معاونيت اړوند د علمي مجلې آمر پوهنمل دوکتور احمد راتب شرافت له لوري وړاندې شو، د معتبرو او نامعتبرو نړيوالو مجلو پېژندنې، د خپرونې د معافیت ترلاسه کولو، د خلاص لاسرسي موډلونو پېژندنې او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په تړاو يې د سېمينار برخه‌والو ته تفصيلي معلومات وړاندې کړل او همداراز يې د موضوع اړوند د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS