د روان خزاني سمستر پيل شوې شل سلنه ازموينې په عادي ډول روانې دي

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۳:۳۴
SJAU

يادې ازموينې چې د تېرې شنبې په ورځ د نيم درسي فصل(سمستر) د تدریسي بهیر له بشپړېدو سره سم پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او د محصلانو مرستیال مفتي وقايت الله وقار حنفي د ازموينو له صحنو څخه د ليدنې او څارنې په ترڅ کې اړوندو مسؤلينو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې ازموينې دې د لوړو زده‌کړو وزارت له اصولو او مقرراتو سره سمې په پوره شفافيت سره واخلي او پايلې دې پر خپل وخت له محصلينو سره شريکې کړي.

بل لور ته محصلينو د ازموينو له روان بهير څخه خوښي وښوده او ويې ويل چې د ازموينو لپاره مناسب چاپېريال برابر شوی او ټولې چارې د ټاکل شويو اصولو له مخې پر مخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۲
Background image

د زراعت پوهنځي استادانو ته د کيفيت لوړاوي يولس گونو معيارونو په هکله د پوهاوي سيمينار وړاندې شو

د پوهاوي دغه سيمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنځي د رئيس پوهندوی محمد حسن محمدي له لوري وړاندې شو، برخه‌والو ته يې د کيفيت لوړاوي يولس گونو معيارونو مطابق د علمي، اداري،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د زراعت پوهنځي محصلينو ته له کتابتون څخه د استفادې او گټې اخيستنې په تړاو د پوهاوي سيمينار وړاندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونيت له پلان سره سم د زراعت پوهنځي محصلينو ته له کتابتون څخه د استفادې او گټې اخيستنې په هکله معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

دغه سيمينار چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۳:۴۱
Background image

د زراعت پوهنځي له گڼ شمېر محصلينو څخه د ۱۰۰ کرنيز کاروبارونه په کتاب کې ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د کرنيزو کاروبارونو د غوره او عملي طرحو جوړولو او د محصلينو د سوداگريزو وړتياوو د پياوړتيا په موخه د کرنې پوهنځي له گڼ شمېر محصلينو څخه د (۱۰۰ کرنيز. . .

BACK TO NEWS