پوهنتون کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد آمر اصلاحي بیان وکړ
د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته؛ پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر له لوري اصلاحي بیان وشو.
د مجلس په پيل کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق د نظام پر بنسټونو خبرې وکړې او ټول منسوبين يې د دعوت او ارشاد په مجلسونو کې فعال ګډون ته راوبلل.
وروسته د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف د(اخلاص) پر موضوع اداري او خدماتي کارکوونکو ته تفصيلي اصلاحي بیان وکړ او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه چې د ژوندانه په ټولو چارو کې له اخلاصه کار واخلي.
ياد مجلس چې د پوهنتون په مسلکي پراختيا مرکز کې وشو د دفتر آمر مولوي بشير احمد له لوري په دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېد.