پوهنتون مشرتابه پلاوي د خزاني سمستر له وروستيو ازموینو ليدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۴:۱
SJAU

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون مشرتابه پلاوي د خزاني سمستر له پیل شويو ازموینو ليدنه او څارنه وکړه.

پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي؛ د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چاري مرستيال قاري رحمن الله صادق، د پوهنځيو رييسانو او د امتحاناتو مرکزي کمېټې د غړو په ملتيا د خزاني سمستر د وروستيو ازموینو له صحنو څخه د لیدنې پر مهال د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې ازموینې باید په پوره شفافيت سره واخلي او پایلې يې پر ټاکلي وخت محصلينو ته اعلان کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پوهنتون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسير ختم او دُعاء وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د قرآن کریم د ترجمې او تفسير دوره چې د رمضان المبارک مياشتې له لومړۍ نېټې څخه پیل شوې وه، نن ورځ يې د ياد آمريت مبلغ مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۰
Background image

د پوهنتون د مالي او اداري چارومرستيال له لوري د ادارې برخې د حاضرۍ څارنه او کنټرول وشو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارومرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د اداري کارکوونکو حاضري کنټرول کړه او اړوند مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه چې د حاضرۍ کتاب بايد پر خپل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۴:۳۹
Background image

د پوهنتون او چلند خصوصي ښوونيزې اکاډمۍ ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه لیک لاسليک شو

د دوه اړخيزو همکاريو ياد هوکړه‌لیک چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او د چلند ښوونيزې اکاډمۍ مسؤل اکرام سمير له لوري لاسلیک شو، په مراسمو کې يې. . .

BACK TO NEWS