سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال معرفي شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۸:۵۵
SJAU

پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي د لوړو زده کړو وزارت د لزوم دید او د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ د ياد معاونيت لپاره ټاکل شوی؛ چې نن ورځ د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب له لوري د پوهنتون منسوبيو ته ور وپېژندل شو.

په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله.

غونډې ته د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپلو خبرو کې نوي ټاکل شوي مرستيال ته د بري هيله وکړه او زياته يې کړه چې دنده امتیاز نه بلکې، یو مسؤلیت دی او هر مسؤلیت چې چا ته سپارل کېږي بايد په ښه ډول يې ترسره کړي، نوموړي همداراز د پوهنتون ټولو منسوبينو ته سپارښتنه وکړه چې د پوهنتون موخو ته د رسېدو په پار له یو او بل سره په همکارۍ او مشوره کار وکړي تر څو ټولې چارې پر وخت او په ښه ډول ترسره شي.

پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونيت لپاره نوي ټاکل شوي معاون پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي هم د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې او د مقاماتو له باور او اعتماد څخه يې مننه او د چارو د ښه ترسره کولو ژمنه يې وکړه.

د يادونې وړ ده چې د نظام مشرتابه او لوړو زده کړو وزارت د يو کم ساري گام په ترڅ کې د ۱۴۰۲ کال په تشکيل کې د ۲۵ پوهنتونونو لپاره د علمي څېړنو او مجلې نوي معاونيتونه ايجاد او منظور کړل چې تر دې وړاندې په افغانستان کې هېڅ پوهنتون دا معاونيت نه درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۴۰
Background image

پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري د ناسمو رواجونو مخنیوي په هکله نوی توشيح شوی فرمان تشريح شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او محصلينو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان په اړه د پوهاوي سېمينار داير شو.

د پوهنتون رييس شيخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

دعوت او ارشاد کمېټې د پوهنتون رييس په مشرۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق په موخه ناسته وکړه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ د دعوت او ارشاد کمېټې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق په موخه ناسته وکړه چې په کې د مالي او اداري چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۳:۴
Background image

پوهنتون د رييس په مشرۍ د مالي کمېټې په کاري ناسته کې د ۱۴۰۴ مالي كال په تدارکاتي پلان بحث او خبرې وشوې

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه، په کې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد. . .

BACK TO NEWS